Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسټرالیا د تنکیو ماشومانو لپاره د یوټیوب پر کارونې بندیز ولګاوه.
۸ اسد ۱۴۰۴

اسټرالیا د تنکیو ماشومانو لپاره د یوټیوب پر کارونې بندیز ولګاوه.

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد کې یې یوټیوب د هغو سایټونو په لړ کې شامل کړ چې د تنکیو ځوانانو لپاره یې کارونه محدودوي.

دا پرېکړ چې نن «چهارشنبه، جولای ۳۰مه» اعلان شوې د اسټرالیا د مخکینۍ پرېکړې سره په ټکر کې ده چې یوټیوب ته یې معافیت ورکړی و. حکومت دا ګام د خپل نړیوال-مخکښ بندیز د پراخولو په هدف کړی چې ټاکل شوې په ډسمبر کې پلی شي.

د انټرنټي څار ادارې یا eSafety Commissioner  له‌خوا د یوې تازه سروې په راپور کې ویل شوي چې ۳۷سلنه  ماشومان د یوټیوب زیانمنې منځ‌پانګې سره مخ شوي چې دا د ټولو پلټفارمونو ترمنځ بد وضعیت ښيي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېزي وویل: «زه وخت ختموم. زموږ ماشومان د انلاین پلټفارمونو له‌خوا زیان ويني. ټولنیزو شبکو ته وایم چې خپل ټولنیز مسوولیتونه هېر نه‌کړي. موږ له استرالیایي کورنیو سره یوو.»

له دې پرېکړې سره به یوټیوب هم د هغو محدودیتونو لاندې راشي چې تر دې وړاندې پر ټیک‌ټاک، انسټاګرام او فېسبوک پلي شوي وو.

خو یوټیوب چې نږدې درې ‌پر څلور استرالیایي تنکي ځوانان‌ کاروي، وایي چې دوی باید د ټولنیزو رسنیو په توګه ونه‌پېژندل شي. د یوټیوب ویاند لیکلي: «یوټیوب د ویډیو شریکولو پلټفارم دی، نه ټولنیزه رسنۍ.»

د مخابراتو او رسنیو د خوندیتوب ملي ادارې (eSafety Commissioner) له مخې، دا نوې تګلاره به د هغو ویډیوګانو مخه ونیسي چې د ماشومانو لپاره تاوتریخوالی، جنسي اشارات، قمار، یا ناوړه تبلیغ وړاندې کوي.

همداراز، له یوټیوب غوښتنه شوې چې خپل الگوریتمونه اصلاح کړي تر څو ماشومان له خطرناکې محتوا څخه لرې وساتل شي.

د ماشومانو د خوندیتوب مدافعین دغه پرېکړه ستایلې، خو ټینګار کوي چې دا باید له والدینو سره په همغږۍ او د بیان ازادۍ ته له زیان پرته عملي شي.

اسټرالیا له دې ګام سره هڅه کوي چې د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر، خپلو ماشومانو ته یو خوندي انلاین راتلونکی تضمین کړي.

مطالب

اسټرالیا د تنکیو ماشومانو لپاره
د یوټیوب پر کارونې بندیز ولګاوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ