Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ودانۍ نشتوالی؛ لوګر کې د ۶۶ ښوونځیو زده‌کوونکي په خېمو کې زده‌کړې کوي.
۲۴ حمل ۱۴۰۵

د ودانۍ نشتوالی؛ لوګر کې د ۶۶ ښوونځیو زده‌کوونکي په خېمو کې زده‌کړې کوي.

لوګر کې د یوشمېر ښوونځیو زده‌کوونکي او ښوونکي وایي چې د ودانیو د نشتوالي له امله یې زده‌کړې له ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، زده‌کوونکي په خېمو کې زده‌کړې کوي چې د سخت لمر، باد او باران له امله ډېری زده‌کوونکي ښوونځي ته نه حاضریږي.

لوګر کې ښوونکي بسم‌الله زینت راډیو ته وویل: «د لوګر ولایت له پوهنې ریاست او پوهنې وزارت څخه غواړو چې هغه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال زده کوونکي په ازاده فضا کې له پراخو ستونزو سره سره په لیک لوست بوخت دي.

د التمور ښوونځي زده‌کوونکی احمد فیصل وايي: «زموږ ښوونځی ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي په خېمو کې زده‌کړې کوي، د باد، باران او سختې ګرمۍ له امله ډېری زده‌کوونکي ښوونځي ته نه حاضریږي.»

دوی له پوهنې وزارت او مرستندویه ادارو غواړي چې ژر تر ژره دې د هغو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې اوس مهال په ازاده فضا کې درس وایي.

د زده‌کوونکو په وینا، د ښوونځي د ودانۍ د نشتون له امله د باد او باران پر مهال رخصتي کېږي او له همدې امله هر کال درسي نصاب نیمګړی پاتې کېږي.

په ورته وخت کې د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب زینت راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې ټولټال ۲۸۹ بابه ښوونځي فعال دي، خو له دې ډلې ۶۶ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري چې له امله یې زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د ښوونځیو د ودانیو نشتون د زده‌کوونکو پر زده‌کړو منفي اغېز کړی. نوموړی له اړوند وزارت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې ښوونځیو ته معیارې ودانۍ جوړې کړي.

هغه زیاته کړه: « په لوګر ولایت کې له ۲۸۹ بابه ښوونځیو څخه ۶۶ بابه ښوونځي په مرکز او ولسوالیو کې ودانۍ نه لري، یو شمېر ښوونځیو ته خلکو د ودانیو جوړېدو لپاره ځمکې ورکړې دي او د ځینو نورو لپاره د ځمکو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي، اوس مهال په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۲۸ ښوونځي په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.»

عرب همدارنګه وویل چې له هغو ښوونځیو څخه چې ودانۍ نه لري، د ۵۱ ښوونځیو لپاره خلکو ځمکې ورکړې دي او د پاتې ۱۵ ښوونځیو لپاره د ځمکو د موندلو هڅې دوام لري.

د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ولایت د پوهنې ریاست تر چتر لاندې ۳۱۰ فعال ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي چې له دې ډلې ۲۸۹ یې ښوونځي دي.

په یادو ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

مطالب

د ودانۍ نشتوالی؛ لوګر کې
د ۶۶ ښوونځیو زده‌کوونکي په خېمو کې زده‌کړې کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ