Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.
۱۰ سنبله ۱۴۰۴

د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.



د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (یکشنبه، سنبلې ٩) بغلان کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

ښاغلی برادر هېواد کې دننه د سیمنټو تولید او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د دې فابریکې پرانیستل مهم بولي او وايي، تولیدي فابریکې د هېواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړېدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

هغه وویل، د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د تولید په پيل سره به د هېواد د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع او د سیمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي، ډېرو هېوادوالو ته به کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.

د هغه په خبره، د هېواد په داخل کې د تولید دا ډول فابریکې کولی شي، په تدریجي ډول پر بهرنیو وارداتو د هېواد اتکا راکمه او د یو تولیدي افغانستان پر لور اساسي ګامونه واخیستل شي.

د یادونې ده چې د غوري سیمنټو پر درېیمې فابریکې ۸۶.۸ میلیون ډالر لګښت  راځي چې د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي.

د غوري سیمنټو فابریکه به د دې درېیمې فابریکې د چارو په بشپړېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا پیدا کړي.

مطالب

د غوري سیمنټو
د درېیمې فابریکې
جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ