د اوکراین جګړې پای ته رسول؛ ټرمپ روسیې ته لس ورځې وخت ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو په راتلونکو لس ورځو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې ونهکړي، د ده په وینا یې، د روسیې پر وړاندې به تعرفې او نور ګامونه واخلي.
ټرمپ زیاته کړې چې له دې وړاندې یې، روسیې ته د ۵۰ ورځو وخت ورکړی و چې اوس یې، دغه نېټه لس ورځو ته راښکته کړې ده.
ټرمپ ټينګار کړی چې پر روسیې د بندیزونو لګولو له امله د بازار او نفتو احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه نهلري او زیاته یې کړه چې د نفتو کورنی تولید به زیاته کړي.
هغه وویل: «نه پوهېږم چې دا ګام به پر روسیې اغېز وکړي که نه، ځکه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي، جګړې ته دوام ورکړي. خو داسې شرایطو کې چې معمولا تعرفې او نور اقدامات غوره کېږي، موږ به یې ولګوو.»
بلخوا اوکراین د امریکا له لوري روسیې ته د ټاکلي ضربالاجل د نېټې کمولو هرکلی کړی دی، خو روسیې په دې اړه تراوسه غبرګون نهدی ښودلی.