Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د غلا په تور نهه کسان نیول شوي.
۱۴ میزان ۱۴۰۴

لوګر کې د غلا په تور نهه کسان نیول شوي.

د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه نهه‌کسیزه ډله نیولې شوې ده.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل چې د غلو دغه ډله د محمداغې ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې د امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال نیول شوې چې د عاشق‌الله په نوم د یوه کس کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو غلو یو شمېر وسلې او د غلا شوي ځیني وسایل هم ترلاسه شوي دي.
انس زیاتوي، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

مطالب

لوګر کې د غلا په تور
نهه کسان نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ