Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې د ۱۶۱.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې.
۹ اسد ۱۴۰۴

کونړ کې د ۱۶۱.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې.

په کونړ ولایت کې یو ځل بیا د یوې بولۍ له لارې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې. 

د کونړ ولایت د کانونو او پټرولیم رییس شیرین اغا وایي چې د دغه ولایت له کانونو ترلاسه شوي ۱۲۳۰ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې د ۱۶۱.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د بولۍ له لارې وپلورل شول.

 د نوموړي په وینا، د یادې بولۍ له لارې ترلاسه شوي ۱۰ سلنه عواید به د دولت خزانې ته جمع شي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې ورته د بولۍ له لارې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې دي.

مطالب

کونړ کې د ۱۶۱.۱ میلیونه افغانیو
په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ