Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کلیو پراختیا وزیر: لوګر کې به د بیارغاونې چارې ګړندۍ شي.
۵ حمل ۱۴۰۵

کلیو پراختیا وزیر: لوګر کې به د بیارغاونې چارې ګړندۍ شي.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزرات وزیرملا عبداللطیف منصور لوګر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې له رغنیزو پروژو او سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي.

منصور په دې سفر کې د لوګر ولایت مسؤولینو او خلکو ته ډاډ ورکړی ده چې په لوګر ولایت کې به د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت اړوند پروژو کارونه چټک او پراختیا پيدا کړي.

منصور دغه راز زیاته کړه، د کلیو پراختیا ریاست، ولایت مقام او ولسي وګړي دي د بیارغانې برخه کې بشپړه همغږي ولري او د ستونزو په وړاندې دې منظم اقدام کېښودل شي.

بلخوا د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور له یاد وزیر سره په ځانګړې ناسته کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو د اوسیدونکو د بیارغاونې برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې د لوګر ولایت بیارغاونې ته جدي پاملرنه وکړي.

دین پرور وویل، د لوګرولایت اوسیدونکي له حکومت سره د بیارغاونې برخه کې هر اړخیزه همکاري لري او اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د بیارغاونې بهیر لا ګړندی شي.

مطالب

کلیو پراختیا وزیر: لوګر کې
به د بیارغاونې چارې ګړندۍ شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ