Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ یوناما: هر افغان له تبعیض پرته د کارکولو حق لري.
۱ حوت ۱۴۰۴

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ یوناما: هر افغان له تبعیض پرته د کارکولو حق لري.

نن جمعه د فبرورۍ ۲۰مه/ د کب لومړۍ، د ټولنیز عدالت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا یوناما د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ټولنیز عدالت په افغانستان کې دا معنا لري چې هر افغان د مناسبې دندې حق ولري او وکولای شي پرته له تبعیض او په باعزته ډول کار او عاید ترلاسه کړي.

یوناما زیاته کړې چې ټولنیز عدالت یوازې کار پورې محدود نه‌دی، بلکې د ټولنیز ملاتړ شتون هم مهم دی، څو کورنۍ د بشري مرستو او بدیلو معیشتي فرصتونو له لارې ملاتړ ترلاسه کړي.

دغه دفتر همداراز ټینګار کړی چې زده‌کړې د ټولنیز عدالت بنسټ دی او هېڅ هېواد هغه مهال ټولنیز عدالت ته نه‌شي رسېدای، چې نیمایي نفوس یې له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې وي.

یوناما ویلي چې دایمي سوله هغه وخت رامنځته کېدای شي چې ښځې، ځوانان، قوم او معلولیت‌لرونکي کسان د پرېکړو په بهیر کې فعاله ونډه ولري.

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ هرکال د فبرورۍ په ۲۰مه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۲۰۰۷ کال کې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ له‌خوا نومول شوې، څو د فقر، وزګارتیا، ټولنیز محرومیت او جنسیتي نابرابرۍ پر ضد مبارزې ته پاملرنه زیاته شي.

مطالب

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛
هر افغان له تبعیض پرته د کارکولو حق لري.

دا خبر نورو سره شریک کړئ