لوګر کې نږدې ۷۰۰ کیلوګرامه اومان نیول شوي.
د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، د خوښۍ ولسوالي په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشهيي توکو د جوړېدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
هغه وویل، نیول شوي توکي د لوګر امنیه قومنداني د نشهیي توکو پر ضد مبارزې مدیریت ته رالیږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر په مرکز پل علم او ازرې ولسوالیو کې سلګونه کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوې دي.