Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارده ډالرو لوړوي.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارده ډالرو لوړوي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي. 

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

 د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګاډي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه هم هوکړه کړې ده.

مطالب

افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ
کچه تر ۳ میلیارده ډالرو لوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ