Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امنیت شورا نن د یوناما ماموریت تمدید په اړه پرېکړه کوي.
۲۵ حوت ۱۴۰۴

امنیت شورا نن د یوناما ماموریت تمدید په اړه پرېکړه کوي.

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبه افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت غځېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو پراساس، امنیت شورا به د هغه پریکړه‌لیک پر مسئودې رایه اچونه وکړي چې افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي.

ویل شوي چې دا ځل به د یوناما ماموریت د ۳ میاشتو لپاره وغځول شي.

امریکا ویلي چې د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به امنیت شورا ته فرصت ورکړي، څو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام، آیا هغه مناسب او بشپړ د پلي کیدو وړ دی اوکنه.

د یوناما یو کلن ماموریت سبا سه‌شنبه د مارچ په ۱۷مه پایته رسیږي او که د امنیت شورا غړي د پریکړه‌لیک مسوده تصویب کړي، نو هغه به د جون میاشتې تراولسمې پورې وغځیږي.

مطالب

امنیت شورا
نن د یوناما ماموریت
تمدید په اړه پرېکړه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ