هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «خطاطۍ» څلور ورځنۍ نندارتون پرانېستل شوی دی.
دغه نندارتون د «ګنجینهيي درخشان په نوم د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تېکا دفتر په همکاري پیل شوی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې دغه نندارتون د ترکیې د نوموتي خطاط «استاد حسن چلبي» په یاد پرانېستل شوی.
د نوموړي په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هېواد کې له هنرمندانو څخه هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
بلخوا د هرات د خطاطانو انجمن رییس عبدالجلیل توانا بیا وايي چې په دې نندارتون کې د افغان او ترک هنرمندانو د خطاطي شاوخوا ۱۱۰ هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي دي.
هرات کې د تېکا دفتر رییس عرفات دنیز بیا وویل چې د دواړو هېوادونو د ګډ فرهنګ معرفي کولو لپاره هڅه کوي چې ورته نندارتونونه لا ډېرجوړ کړي.
هرات کې له دې وړاندې هم په بېلابېلو فرهنګي برخو کې نندارتونونه جوړ شوي دي.