Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان بانک روان کال تردامهاله شاوخوا ۳میلیارد زړې افغانۍ سوځولي.
۲۴ قوس ۱۴۰۴

د افغانستان بانک روان کال تردامهاله شاوخوا ۳میلیارد زړې افغانۍ سوځولي.



د افغانستان بانک مسوولان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیله راهیسې یې بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳ میلیارد زړې افغانۍ له بازاره راټولې او سوځولي.

دوی زیاتوي چې د بازار اړتیا ته په کتو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره، د سوځول شوو افغانیو په مقابل کې په هماغه اندازه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري رسنیو ته ویلی : «افغانستان بانک توانېدلی چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیله شاوخوا ۳ میلیارد مندرس بانکنوټونه چې په‌کې د افغانۍ ټول انواع شامل دي، وسوځوي او له‌منځه یوسي، دا بانکنوټونه د یو معلوم طرزالعمل پراساس راټول شوي او له‌منځه یوړل شوي، د افغانستان بانک چې څومره مندرس بانک نوټونه راټولوي په مقابل کې همدومره نوي بانکنوټونه د بازار اړتیا او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې ونیولو سره وړاندې کوي.»

د نوري په خبره، هغه هېوادوال چې زړې افغانۍ لري کولی شي د افغانستان بانک یا هم د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته په ورتګ سره زړې پیسې په نویو بدلې کړي.

ورته وخت کې د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا له بازاره د زړو افغانیو راټول، سوځول او له‌منځه وړل یوه ښه پالیسي ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي قیس محمدي او نورالله عزیز رسنیو ته وویل: «د مرکزي بانک لخوا د پیسو تبادله کول په دې مانا چې مندرس شوې پيسې له‌منځه وړل او په عوض یې نوې پیسې چاپول دا یوه ډېره مهمه دنده ده، په متراتر شکل باید اجرا شي او ددغې دندې په تطبیق کې باید ځند را نه شي، خصوصا په هغه هېوادونو کې لکه افغانستان چې د نغدو پیسو کارونه ډېره زیاته ده، پیسې په افغانستان کې ډېرې ژر زړېږي، نو ځکه باید نوې پیسې هم په سرعت سره چاپ شي او بازار ته وړاندې شي.»

«زما په اند دغسې حالت کې د پيسو سوځول او د زړو پيسو له‌منځه وړل ښه پالیسي ده، اما ډېره مهمه ده چې دلته انفلاسیون یا نرخونو لوړوالی باید رامنځته نه شي. په هره اندازه چې پیسې له مارکېټه کمېږي، په هماغه اندازه باید پیسې بازار ته ترزیق شي، ځکه چې د پیسو کموالی مستقیما مارکېت کې په قیمتونو تاثیر لري او دغه تاثیر کولی شي چې په ډېرو اقتصادي برخو کې د خلکو په ژوند خپل منفي تاثیرات ولري.»

همدارنګه ځینې عام وګړي وايي، بازارونو کې کارول شوې پيسې ډېری وخت زړې وي چې په ورځنيو راکړو ورکړو کې یې له ستونزو سره مخ کړي.

دوی له افغانستان بانک څخه غواړي چې له بازارونو پاتې زړې افغانۍ هم راټولې او په مقابل کې یې نوې پیسې بازار ته وړاندې کړي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو عبدالله او رفیع رسنیو ته وویل:  «دا چې د افغانستان بانک د هېواد له بازارونو زړې او له کاره لوېدلې پیسې راټولوي، له‌منځه یې وړي او بیا په مقابل کې یې نوې پیسې بازار ته وړاندې کوي دا یو ښه او نېک اقدام دی، ځکه چې زړې پیسې موږ د راکړې ورکړې پرمهال له ستونزو سره مخ کوي. غوښتنه مو دا ده چې کومه اندازه زړې پیسې د هېواد په بازارونو کې پاتې دي دا هم راټول کړي او نوې پیسې بازار ته وړاندې کړي.»

«ریښتیا هم چې موږه په روزمره کاروبار کې یا هم په ژوند کې زړو پیسو له ستونزو سره مخ کړي یو، دوکاندار ته چې ورځو نه یې اخلي، موټروان ته چې پیسې ورمخکې کوو نه یې اخلي، کراچي‌وان یې حتی نه اخلي او داسې نور خلک یې هم نه‌اخلي، خو دا چې د افغانستان بانک د هېواد له بازارونو زړې افغانۍ راټولوي او په بدل کې نوې افغانۍ بازار ته وړاندې کوي دا اقدام یې بیا موږه ستایو او خوشحاله یو او دا د ټولو هېوادوالو دنده ده چې د افغانۍ بانکنوټونو په ساتلو کې هڅه وکړي څو له وخت مخکې زاړه نه‌شي.»

د افغانستان بانک ویاند همدارنګه وايي چې د زړو افغانیو سوځولو او بازار ته د پیسو وړاندې کولو لړۍ عملآ د هېواد په ټولو برخو کې روانه ده.

خو له هېوادوالو غواړي چې د پیسو ساتلو لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي، په غوړو، لمدو او ککړو لاسونو یې ونه‌کاروي، څو پیسې له وخته مخکې زړې نه‌شي.

مطالب

د افغانستان بانک روان کال
تردامهاله شاوخوا ۳میلیارد زړې افغانۍ سوځولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ