د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ شلاوریزه لوبه هند ته وبایله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هند پر وړاندې د درېیو نړیوالو شلاوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه.
د نننۍ لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري عظمتالله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې.
هند ورکړل شوی هدف په ۱۴م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغانستان ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان به د دې لړۍ خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۵مه له هند سره ترسره کړي.