لوګر کې ۳۵۸ تنه حقالزحمه ښوونکي پر دندو وګومارل شول.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ګڼو ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت د ستونزې د هواري په موخه ۳۵۸ تنه نارینه او ښځینه حقالزحمه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، یاد ښوونکي د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې ګومارل شوي او اوس مهال په اړوندو ښوونځیو کې پر تدریس بوخت دي.
په ګومارل شویو ښوونکو کې ۲۸۲ نارینه او ۷۶ ښځینه ښوونکې شاملې دي، چې د دوی په ګومارلو سره په ګڼو ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، اوس مهال په لوګر ولایت کې ۲۸۹ دولتي ښوونځي فعالیت کوي او شاوخوا ۱۶۲ زره زدهکوونکي پکې په زدهکړو بوخت دي.