خوست کې د نرخ لوړولو امله ۸ درملتونونه تړل شوي.
د خوست ولایت مقام نن (سهشنبه، سنبله ۱۵) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نرخونو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون خوست ښار کې ۸ درملتونونه چې له ټاکلي نرخ یې په لوړه بیه درمل پلورل وتړل شول.
خبرپاڼه کې د احتکار د مخنيوي کمېسیون مسوولانو لخوا ویل شوي چې د خلکو د ژوند اړوند اړتیاوو کې هر ډول نرخ لوړونه او احتکار د منلو وړ نه دی او د دې کار مخنیوي لپاره به جدي اقدامات روان وي.
خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او د درملتونونو خاوندانو څخه غوښتنه شوي چې پير او پلور د شرعي اصولو په رڼا کې ترسره کړي، ګنې د جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
دا داسې مهال دی چې هېواد کې یوشمېر ناروغان او ناروغلرونکي هم شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د دوی په وینا، لرې پرتو سیمو کې شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د روغتیا وزارت ته پهکار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي.
همدارنګه تر دې مخکې د ولایتونو یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او ډېری ناروغان ډاکټرانو ته له ورتګ پرته په خپل سر درمل کاروي.