Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پوتین او الشرع پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
۲۴ میزان ۱۴۰۴

پوتین او الشرع پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په مسکو کې لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د دې ناستې پرمهال پوتین د مسکو او دمشق ترمنځ پر تاریخي او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، د سوریې د خلکو ګټې تل د روسیې د پالیسیو په لومړیتوب کې دي.

هغه زیاته کړه، مسکو چمتو دی چې خبرو ته د بهرنیو چارو د وزارت له لارې دوام ورکړي او د سوریې د دولت د بنسټونو د پیاوړتیا ملاتړ وکړي.

پوتین د سوریې وروستۍ پارلماني ټاکنې «ستره لاسته‌راوړنه» وبلله او ویې ویل، دا بهیر کولای شي، د سیاسي جریانونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي وویل، روسیه چمتو ده د دواړو هېوادونو ګډې کمېټې فعالیتونه بیاپيل کړي او له دمشق سره ګډ اقتصادي او پرمختیايي پروژې عملي کړي.

بل‌‌خوا، د سوریې ولسمشر احمدالشرع د دواړو هېوادونو ترمنځ «تاریخي اړیکې» وستایلې او ویې ویل، د سوریې دولت غواړي له مسکو سره د اړیکو بڼه له سره تعریف کړي.

نوموړي د انرژۍ د بنسټونو او د خوړو د تدارک په برخو کې د روسیې مهم رول ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دمشق د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټولو تېرنیو هوکړو ولاړ دی.

دا د احمد الشرع لومړنی سفر دی چې روسیې ته یې کوي. ولادیمیر پوتین تېرکال اسد ته پناه ورکړې وه، خو تراوسه د هغه د عامه څرګندېدو په اړه هېڅ راپور نه دی خپور شوی.

مطالب

پوتین او الشرع
پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ