Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سي‌بي‌اېس: امریکا د ایران پروړاندې برید ته چمتووالی نیسي.
۲ جوزا ۱۴۰۵

سي‌بي‌اېس: امریکا د ایران پروړاندې برید ته چمتووالی نیسي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد حکومت د ایران پر ضد د احتمالي نویو پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، خو تراوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

سي‌بي‌اېس خبري شبکې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې پر ورځ، د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د ایران پر وړاندې د نوي پوځي برید لپاره تیاری روان ساتلی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي چې د حکومتي چارو له امله نه‌شي کولای د خپل زوی، ډونالډ ټرمپ جونیور، د واده په مراسمو کې ګډون وکړي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو یوشمېر غړو د احتمالي بریدونو له امله خپلې د رخصتۍ برنامې لغوه کړې دي.

سرچینې وایي، امریکايي دفاعي او استخباراتي چارواکو د بهرنیو پوځي اډو لپاره د ځواکونو د چمتووالي او احتمالي احضار لېستونه هم نوي کړي دي.

په ورته وخت کې، د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د امریکايي ځواکونو د تدریجي ایستلو لړۍ روانه ده. ویل کېږي دا اقدام د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو د اندېښنو له امله د امریکا د پوځي حضور د کمولو برخه ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کلی ویلي، ولسمشر ټرمپ خپلې «سرې کرښې» روښانه کړي او ایران ته به هېڅ‌کله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

هغې زیاته کړې، امریکا ټول انتخابونه پرانیستي ساتي او پنټاګون باید د هر ډول احتمالي پرېکړې عملي کولو ته چمتو وي.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسراییل پر ایران نوی برید وکړي، شخړه به له منځني ختیځه بهر هم پراخه شي.

سپاه پاسداران ویلي چې د هر ډول برید په صورت کې به “سخت او ځپونکي غبرګون” وښيي.

مطالب

سي‌بي‌اېس
امریکا د ایران پروړاندې
برید ته چمتووالی نیسي

دا خبر نورو سره شریک کړئ