لوګر کې ۶۰۰ قلمه تاریختېر خوراکي توکي راټول او له منځه یوړل شول.
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې د خروار ولسوالۍ له بازارونو څخه شاوخوا ۶۰۰ قلمه تاریختېر خوراکي توکي د یوې ګډې کمېټې له لوري راټول او له منځه یوړل شول.
د خروار ولسوال مولوي محمد ایوب خادم زینت راډيو ته وویل، دغه تاریختېر خوراکي توکي د یوې ګډې کمېټې له لوري د ولسوالۍ له بېلابېلو بازارونو څخه راټول شوي او وروسته د یوه ګډ هیئت په حضور کې وسوځول شول.
د نوموړي په وینا، دغه توکي د عامو خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه د مسؤلو ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
هغه له هټیوالو او دوکاندارانو وغوښتل چې د خوراکي توکو د پلور پر مهال د تولید او ختم نېټې، کیفیت او صحي معیارونو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي.