د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ورزش یووالی او متقابل درناوی زیاتوي.
ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.
یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.
ملګروملتونو زیاته کړې چې ورزش د روغتیا د ښهوالي، د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا، د نابرابرۍ د کمولو او د سولهییزو ټولنو د رامنځته کولو په برخه کې مهم دی.
د ملګروملتونو په وینا، ورزش د هغو ډلو انزوا کموي چې له ټولنې څخه څنډې ته شوي وي او د خبرو، یووالي او متقابل درناوي لپاره زمینه برابروي.
همدارنګه ویل شوي چې د اپرېل شپږمه د دې لپاره د ورزش نړیواله ورځ نومول شوې چې د سولې، دوامدار پرمختګ او ټولنیز یووالي په برخه کې د ورزش ارزښت لا روښانه شي.