Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه کېږي.
۱ میزان ۱۴۰۴

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیل شي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تر دې مهاله دوه لوبې ترسره شوي چې په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې بیا پاکستان له هند څخه ماتې وخوړه.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو له ۹م سپټمبر راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې په‌کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې، او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

مطالب

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ
نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ