Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ښوونکي ورځ؛ کرزي نجونو او هلکانو ته د مساوي زده‌کړو هیله ښوولې.
۱۳ میزان ۱۴۰۴

د ښوونکي ورځ؛ کرزي نجونو او هلکانو ته د مساوي زده‌کړو هیله ښوولې.



پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه د میزان ۱۳مې د ښوونکي ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړې او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې کړې.

حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هېواد کې استادان د ستړیاوو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو د محدودیت ترڅنګ، د وطن د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره زیار باسي او خپله مقدسه دنده په پوره ژمنتیا او صداقت ترسره کوي.

هغه لیکلي چې: «په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو خدمتونه د ستاینې وړ بولم چې د یو آباد افغانستان لپاره په تعلیمي ډګر کې خدمت کوي. د دوی د همت او هڅو پایله ده چې د ګران هیواد بچیان لوړو علمي درجو ته رسېږي او د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره خدمت کوي.»

حامد کرزي هیله ښوولې چې ژر تر ژره هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته د تعلیم مساوي او پراخه زمینه برابره شي، ترڅو وکولی شي خپلو هیلو ته ورسیږي او هیواد د آبادۍ او پرمختګ په لاره روان کړي.

دا داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی.

که څه هم تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په کور دننه او بهر اسلامي امارت څخه په وار وار غوښتل شوي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو دغه محدودیت لاهم دوام لري.

مطالب

د ښوونکي ورځ؛ کرزي نجونو او هلکانو

دا خبر نورو سره شریک کړئ