د اختر درېیمه؛ د ځاځياریوب سپینې شګې پارک ته ۳۰زره سیلانیان ورغلي.
د سپينې شګې تفريحي پارک قرار دادي شرکت مسوولان وايي چې د لوی اختر له لومړۍ تر دې مهاله «دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه» له يادې تفريحي سيمې څخه شاوخوا ۳۰۰زره سيلانيانو ليدنه کړې ده.
د یاد شرکت استازي اکبر راحل رسنیو ته وويل چې په ياده تفريحي سيمه کې تر دوه زره خېمې، د ناستې لپاره غرفې، څلورويشت ساعته برښنا، اوبو سېسټم، دوه لوی هوټلونه، ايسکريم خانې، کافي شاپونه او نوربېلابېل خوړنځايونه برابر شوي دي.
د راحل په خبره، د تفريحي سيمې پارکېنګ ته په تېرو درېوو ورځو کې تر ۱۱زره موټر داخل شوي چې ګڼشمېر سيلانيان موټر په نورو سيمو کې دروي او بيا تفريحي سيمې ته په پښو داخليږي.
په ورته وخت يادې تفريحي سيمې ته يوشمېر ورغلي سيلانيان هم خوښي څرګندوي چې په دې سيمه کې اسانتياوې برابرې شوې.
یوه سيلاني ظابط خان رسنیو ته وويل چې سپينې شګې تفريحي سيمه کې پخوا د برښنا، پاکو اوبو، مخابراتي خدمتونه او اوسېدو اسانتياوې نه وې، خو په وینا یې، اوس برابرې شوې دي.
هغه وويل چې د سيلانيانو شمېر ته په کتو بايد اسانتياوې لازياتې شي او معياري شي.
يوه بل سيلاني محمدانور بیا وويل چې په ياده سيمه کې تر ډېره اسانتياوې برابرې شوې، خو د احمدخېلو او ځاځياريوب ولسوالي ترمنځ د سړک خرابوالی د سيلانيانو د تګراتګ پر وړاندې يوه لويه ستونزه ده.
د سپينې شګې تفريحي سيمه د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالداری رياست له لوري د راتلونکو ۱۲کلونو لپاره د کټوازي ګروپ شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
د مسوولان په وینا، په راتلونکو شپږو کلونو کې به ياد شرکت په سپينه شګه تفريحي سيمه کې تر ۲۰۰ ميليونه افغانۍ پانګونه کوي او هرکال به دوه ميليونه افغانۍ حکومت ته ورکوي.