Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نوین‌الحق له اسیا جام سیالیو بهر او پر ځای عبدالله احمدزی غوره شو.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

نوین‌الحق له اسیا جام سیالیو بهر او پر ځای عبدالله احمدزی غوره شو.



د افغانستان کرکټ بورډ یوه اعلاميې کې ويلي چې د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی نوين‌الحق د اوږې ټپ له امله د کرکټ له اسيا جام سياليو بهر شو.

اعلاميه کې د اړونده ډاکټرانو په خبره ویل شوي چې د نوین‌الحق د اوږې ټپ لا هم په بشپړه توګه نه‌دی رغېدلی، نو په دلیل یې له روانو اسیا جام سیالیو بهر شو.

کرکټ بورډ د هغه پر ځای اسيا جام سياليو ته تېز توپ اچوونکی عبدالله احمدزی غوره کړی او ویلي، نوین‌الحق به د غوره درملنې په موخه انګلستان ته ولېږدول شي.

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ د تېرې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله‌دېش، هانګانګ، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هانګانک پر وړاندې ترسره کړې چې ګټلې یې هم ده.

افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا سه‌شنبه خپله دویمه لوبه د بنګله‌دېش او د پنجشنبې په ورځ دریمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډون‌کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ لوبډلې شاملیږي.

له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

مطالب

نوین‌الحق له اسیا جام سیالیو بهر
او پر ځای عبدالله احمدزی غوره شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ