Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې په ۲۸۲ زره ډالرو چکډېم جوړیږي.
۲۵ جدی ۱۴۰۴

کندهار کې په ۲۸۲ زره ډالرو چکډېم جوړیږي.



د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د کرنې د پیاوړتیا، د اوبو مدیریت او د سېلابونو د مخنیوي په موخه د ۲۸۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه ستر چکډېم جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار مسوولانو نن (پنجشنبه، جدي ۲۵) وویل، دغه پروژه د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان FAO په مالي ملاتړ د نېش ولسوالۍ “باغ‌آغا ” سیمه کې عملي کېږي.

یاد چکډیم د باراني اوبو د مهار او اغېزمنې استفادې لپاره جوړېږي، څو د سیمې کرنیزې ځمکې له اوبو برخمنې کړي.

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو معینیت استازي مولوی عبدالله جان احرار د دغې پروژې اهمیت ته په اشارې وویل:

«د چکډیمونو جوړول د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت لپاره یو بنسټیز ګام دی او دا ډول پروژې به د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې تر ډېره راکمې کړي.»

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، دغه پروژه چې اوږدوالی یې په سر کې ۱۴۳ متره، په پای کې ۸۰ متره او لوړوالی به یې ۹ متره وي، د نهو میاشتو په موده کې بشپړیږي.

نوموړي د پروژې د ګټو او ټولنیز اغېز په اړه وویل، دا چکډیم به د کرنې او کاري فرصتونو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

«یاد چکډیم به د ۱۵۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیرې ظرفیت ولري، ۳۶۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي او ۳۵۴۳ بزګر به ترې مستقیمه ګټه واخلي، د تطبیق پر مهال به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې، د سیمې بزګران او مالداران د دغې پروژې له پیل څخه خوښ دي او دا د خپلو ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام بولي.

بزګر او مالدار محمد اعظم  او سردار حسین وايي: «دا چکډیم به زموږ د اوبو ستونزه تر ډېره حل کړي او کرنه به مو پیاوړې کړي.»

«د باراني اوبو مهار به د وچکالۍ پر وړاندې زموږ مرسته وکړي او د ځمکې لاندې اوبه به هم ورسره لوړې شي.»

د یادونې ده چې د کندهار د کرنې ریاست له دې وړاندې هم په بېلابېلو لېرې پرتو ولسوالیو کې د باراني اوبو د مهار لپاره ورته چکډیمونه جوړ کړي او دامهال هم په یو شمېر نورو سیمو کې ورته پراختیايي پروژې روانې دي.

مطالب

کندهار کې په ۲۸۲ زره ډالرو
چکډېم جوړیږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ