Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزجان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
۱۱ سرطان ۱۴۰۴

جوزجان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.



ځايي چارواکي وايي، د جوزجان ـ فاریاب پر لویه‌لار ټرافیکي پېښه کې ۴ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د ټرافیکو مدیر شبیر احمد سعیدي نن (چهارشنبه، سرطان ۱۱مه) وویل، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار مهال شاوخوا ۴ نیمې بجې د دغه ولایت د خواجه‌دوکوه ولسوالي د «دښت‌لیلي شهدا مدرسه» سیمه کې شوې ده.

ویل شوي چې پېښه د سراچه او استانه موټرو ترمنځ د ټکر په له امله رامنځ ته شوې

ټپیان د شبرغان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت یې نازک ښوول شوی دی.

د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او تېز سرعت هېواد کې د ټرافیکي پېښو اصلي لامل شمېرل کیږي چې ملکي وګړو څخه قرباني اخلي.

مطالب

جوزجان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال
۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ