Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کرومایټو پنځه کانونو استخراج پیل شوی.
۲۱ سرطان ۱۴۰۵

لوګر کې د کرومایټو پنځه کانونو استخراج پیل شوی.

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د کرومایټ ډبرو شپږ ستر او د لوړ کیفیت لرونکي کانونه شتون لري، چې له ډلې یې د پنځو کانونو د استخراج چارې په عملي ډول پیل شوې دي.

د لوګر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي سیف الله حنفي لوګر کې خبریالانو ته وویل، په ټولیز ډول د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۸ بېلابېل کانونه ثبت شوي، چې شپږ یې د کرومایټ ستر کانونه دي.

د نوموړي په وینا، یاد کانونه د نافذه قوانینو او ټاکل شویو کړنلارو له مخې خصوصي شرکتونو ته د استخراج لپاره په قرارداد ورکړل شوي دي.

حنفي زیاته کړه، د کرومایټ له شپږو سترو کانونو څخه څلور یې د محمدآغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري. همدارنګه د میتال مایننګ او سورغر زابل شرکتونو له لوري په دوو جلا کانونو کې د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکې هم فعالې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر د سمنټو فابریکې د تولیدي شرکت وروستۍ تخنیکي او اداري چارې هم بشپړې شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سمنټو د استخراج او تولید بهیر پیل شي. دغه فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري

مطالب

لوګر کې د کرومایټو
پنځه کانونو استخراج پیل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ