لوګر کې د پېژندپاڼو وېش له لارې ۱۹میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي.
د دغه ریاست رییس قاري نجیبالله نظامي په پلعلم کې خبریالانو ته وویل چې د روان کال له پیل څخه تراوسه، په لوګر کې ۲۱زره او ۵۴۸ کسانو ته برښنایي پېژندپاڼې او له ۱۳زرو څخه زیاتو نورو کسانو ته کاغذي او مثني تذکرې وېشل شوي چې له همدې درکه یاد عواید ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۷زره او ۳۸۸ کسانو ته د پېژندپاڼو د اصلاح، د فوتي راپورونو او د ماشومانو د زېږون کارتونو د وېش په برخو کې هم اړین خدمات وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو رییس زیاته کړې چې اوس مهال د پېژندپاڼو د وېش او د دې ادارې د نورو اړوندو خدماتو په برخه کې مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست هم د ۱۴۰۴کال په لړ کې څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.