Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح‌شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
۲۷ قوس ۱۴۰۴

لوګر کې ۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح‌شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د قطر هېواد د «سرې میاشتې ټولنې» په مالي ملاتړ، په خوښۍ ولسوالي کې ۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته اصلاح‌شوی د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د لوګر والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د یادې پروژې له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح‌شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینې کیمیاوي سرې او ۵۰ کیلوګرامه تورې کیمیاوي سرې ورکړل شوې، څو کرنیز حاصلات زیات او د ځمکو د حاصل‌خېزۍ کچه لوړه شي.

نوموړي وویل، دا مرسته د بزګرانو لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري او زیاته یې کړه چې د پروژې د شفاف تطبیق لپاره به له ټولو همکارو بنسټونو سره هر اړخیزه همکاري روانه وساتل شي.

ورته مهال، د خوښۍ ولسوالي بزګرانو د مرستندویو بنسټونو له‌خوا د ورته کرنیزو پروژو د دوام غوښتنه وکړه، څو د دوی اقتصادي وضعیت لا پیاوړی شي.

مطالب

لوګر کې ۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح‌شوی تخم
او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

لوګر کې ۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح‌شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.