د هند او پاکستان زیاتېدونکی کړکېچ؛ د IPL سیالۍ وځنډول شوې.
د روان ۲۰۲۵ کال «ایپيایل» سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، نن رسمآ وځنډول شوې.
د راپورونو پراساس، د هند کرکټ بورډ (BCCI) له تېرې شپې راهیسې په ټولو ممکنه انتخابونو غور کوي.
د هند کرکټ غوره لیګ ایپيایل سیالۍ وروسته له هغې ځنډول کیږي چې تېره شپه د ډيليکپیټلز او پنجابکېنګز لوبډلو ترمنځ لوبه، د ناامنۍ له امله لغوه اعلان شوه.
هغه لوبه په دارمشاله ښار کې روانه وه چې امنیتي مسوولانو د لوبې په منځ کې لوبغاړي او نندارچیان له لوبغالي وایستل او ځای یې تخلیه کړ.
د یادونې ده چې پاکستان هم د PSL لیګ د تېرې شپې سیالي د نا امنیو په دلیل ځنډولې او نن پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پيسياېل پاتې لوبې به عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.