Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خامنه‌يي مړینه؛ په ایران کې ۴۰ ورځې ماتم او اووه ورځې رخصتي اعلان شوه.
۱۰ حوت ۱۴۰۴

د خامنه‌يي مړینه؛ په ایران کې ۴۰ ورځې ماتم او اووه ورځې رخصتي اعلان شوه.

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د علي خامنه‌يي له ژوند بایللو وروسته، په ایران کې څلوېښت ورځې ماتم، اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې او د انتقال دورې مسوولیت به ولسمشر، د قضایي قوې مشر او د نګهبان شورا له فقهاوو څخه یو تن پر غاړه ولري.

امریکا او اسراییلو پرون په ګډه د ایران پر بېلابېلو ښارونو بریدونه پیل کړل او ایران په ځواب کې په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په یوه پیغام کې وویل چې د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د امریکا او اسراییلو د بریدونو په پایله کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې وروسته، د ایران تسنیم خبري اژانس د خامنه‌يي ژوند بایلل تایید کړل.

تسنیم راپور ورکړی چې د ایران کابینې په ټول هېواد کې ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د خامنه‌يي له مړینې وروسته به د انتقال دورې مسوولیت ولسمشر، د قضایي قوې مشر او د نګهبان شورا له فقهاوو څخه یو تن پر غاړه ولري.

مطالب

د خامنه‌يي مړینه؛ په ایران کې
۴۰ ورځې ماتم او اووه ورځې رخصتي اعلان شوه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ