اسلامي امارت: هېوادونه دې د لرغونو اثارو بیارغونه کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو نن یکشنبه د ثور ۲۸مه کابل کې د موزیم نړیواله ورځ ونمانځله.
د دغه وزارت مسوولانو وویل، د افغانستان لرغوني اثار په سمه توګه ملي موزیم کې ساتل کیږي او هره ورځ د بهرنیو سیلانیانو په ګډون سلګونه کسان ورڅخه لیدنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي د موزیم نړیوالې ورځې سره هممهاله، له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د لرغونو اثارو بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.
هغه وویل: «د افغانستان ملي موزیم یوازې د لیدنې لپاره یو ځای نه دی، بلکې په کې د افغانستان او د سیمې تاریخ پروت دی چې مونږ له نړۍ سره نژدې کوي، مونږ تر بل هر وخت ډېر د خپلو لرغونو اثارو خوندیتوب ته ژمن یو.»
د هغه په وینا، تېرو نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان یوه برخه لرغوني اثار په څو نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل شوي او ټاکل شوې نژدې راتلونکې کې څو اثار د قطر نندارتون ته هم وړاندې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د لسګونه لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او لاملین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د چین استازي جنګ ونکنیګ او کابل کې د ایران سفارت فرهنګي استازي سیدروحالله حسیني چې د موزیم نړیوالې ورځې نمانځ غونډه کې یې حضور درلود وویل، دواړه هېوادونه چمتو دي چې اسلامي امارت سره د افغانستان د لرغونو اثارو بیارغونه او خوندیتوب کې همکاري وکړي.
د یادونې ده چې د کورنیو جګړو پرمهال ملي موزیم کې د لرغونو اثارو یوه برخه تخریب او یا له هېواده بهر ته قاچاق شوې ده.
دامهال د افغانستان په ملي موزیم کې څه باندې ۶۰ زره لرغوني اثار ساتل کیږي.