د لوګر د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۵ کال له پیل راهیسې تر دې دمه په دغه ولایت کې پر ۱۲۱ جریبه زیاته ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي دي.
د یاد مدیریت مرستیال، واحدالله شاهین وایي، په همدې موده کې ۳۴۸ تنه پر نشهيي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه اقدامات د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د نشهيي بوټو د له منځه وړلو او د روږدو کسانو د درملنې په موخه ترسره شوي دي.
دوی زیاتوي، هڅه کېږي چې روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته سالم ژوند ته راوګرځول شي.