Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ ۳ کسان وژل شوي.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ ۳ کسان وژل شوي.



د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فائز نن (پنجشنه، سرطان ۱۲) رسنیو ته وویل، پېښه تېره ورځ د کاپيسا د مرکز «جنګل نواباد» سیمه کې شوې.

وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.

د هغه په وینا، دغه درې کسان د کلاشینکوف په ډزو وژل شوي او قاتل له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو د قاتل پلار نیولی او د هغه د نیولو هڅې هم روانې دي.

ناموسي او لفظي شخړه د دغې پېښې لامل بلل کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

کاپیسا کې د دوو کورنیو
ترمنځ شخړه؛ ۳ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ