لوګر کې د ولسي شخړو د هواري کمیسیون رسمي فعالیت پيل کړ.
د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د ولسي منازعاتو د حل کمېسیون د لومړي ځل لپاره خپل رسمي فعالیت پیل کړ.
د کمېسیون د فعالیت د پیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین وویل، چې یاد کمېسیون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولسي شخړو او منازعاتو د هواري په موخه رامنځته شوی دی.
د نوموړي په وینا، د ولایت مقام، د علماوو شورا، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست، امنیې قومانداني، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، استخبارات او یو شمېر نورې اړوندې ادارې د دغه کمېسیون غړیتوب لري.
مرستیال والي زیاته کړه، د کمېسیون د جوړېدو اساسي موخه د ولسي شخړو، د قتل قضیو، قومي دښمنیو او د خلکو د حقوقي او ټولنیزو ستونزو حل او هوارول دي، څو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خلکو ته پر وخت او عادلانه رسېدنه وشي.
په همدې حال کې د کمېسیون غړو ژمنه وکړه، چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې به د اختلافاتو او منازعاتو د حل لپاره له پوره دقت، عدالت او بېطرفۍ څخه کار اخلي.
د یادونې وړ ده، چې د ځایي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په تېرو کلونو کې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه اوږدمهاله شخړې او دښمنۍ په سولهییز ډول هوارې شوې دي.