Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۴۹ بابه ښوونځي بیاورغول شول.
۱۳ اسد ۱۴۰۵

لوګر کې ۴۹ بابه ښوونځي بیاورغول شول.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څه باندې ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او اړینو ملحقاتو د جوړولو پروژه بشپړه شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند، شاه‌پور عرب زینت راډيو ته وویل چې یاده پروژه د پوهنې وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پروژې په ترڅ کې د ۴۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم شوې او ورسره درسي ټولګي، احاطوي دېوالونه، د لاس مینځلو ځایونه، کانکرېټي کثافات‌دانۍ، د لمریزې برېښنا سیستمونه، د اوبو منظم سیستمونه او عصري تشنابونه هم جوړ شوي دي.

شاه‌پور عرب زیاته کړه، زده‌کوونکو ته د مناسب، خوندي او معیاري ښوونیز چاپېریال برابرول د پوهنې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د روان کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت له بودجې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸ نورو ښوونځیو د بیارغونې چارې هم ترسره شي.

د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۳۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب او معیاري چاپېریال برابر شوی، چې تمه ده د زده‌کړو د کیفیت په لوړولو او د ښوونیزو خدمتونو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

مطالب

لوګر کې ۴۹ بابه ښوونځي
بیاورغول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ