د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې یادې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هراړخیزې ارزونې وروسته دغه مسوده تائید شوې ده.
د دې پالیسۍ موخې، په معیاري ډول د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګه والو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول، د هېواد په دننه کې د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.