Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ نن د غزې په تړاو مهمه غونډه جوړوي.
۵ سنبله ۱۴۰۴

ټرمپ نن د غزې په تړاو مهمه غونډه جوړوي.



د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیف ویتکاف وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ نن د غزې په تړاو یوه مهمه ناسته کوي.

نوموړي نن چهارشنبه، اکسټ ۲۷مه، فاکس نیوز سره خبرو کې څرګنده کړه چې ولسمشر دونالد ټرمپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د غزې په اړه د یوې پراخې غونډې مشري وکړي.

 په دې غونډه کې د غزې د جګړې وروسته یو «ټول‌ګډونه” پلان وړاندې کېږي که څه هم تراوسه یې معلومات نه‌دي اعلان شوي.

ویتکاف څرګنده کړې ده چې واشنګټن هیله‌مند دی چې دغه جګړه د روان کال تر پایه مخکې ختمه شي.

همدارنګه، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په جلا ډول اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ګیدئون سار سره په واشنګټن کې ویني.

دا غونډه د ټرمپ د ۲۰۲۴م ټاکنو په کمپاین کې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ژمنتیا یوه برخه ده چې تراوسه نه‌ده عملي شوې.

مطالب

ټرمپ نن د غزې په تړاو
مهمه غونډه جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ