Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شل اووره نړیوال جام؛ زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي.
۴ حوت ۱۴۰۴

شل اووره نړیوال جام؛ زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي.



د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن ماښام، دوشنبه، فبروۍ څلورمه، زمبابوې له پیاوړې وېست‌انډیز سر سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶ بجې د هند په وانګېډه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

وېسټ‌انډیز کرېکټ ملي لوبډله چې د شل اووره سیالیو اتل هم پاتې شوی، په ګروپ پړاو کې ټولې سیالي ګټلي او دې پړاو ته له ماتې پرته راغلې ده.

زمبابوې هم د تېرو نړیوالو جامو په خلاف روان شل اووره نړیوال جام کې تر دې مهاله ښې لوبې کړي او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته یې ځان رارسولې دی.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو څلورو لوبو کې درې ځلې وېسټ‌انډیز او یو وار زمبابوې بریا ځپله کړې ده.

همداراز وېسټ‌انډیز په خپلو وروستیو پنځو لوبو کې ماته نه‌لري او زمبابوې بیا وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې یوه بایللې، یوه یې، د باران له کبله لغوه شوې او پاتې یې ګټلې دي.

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه کوربه هند او دفاعي اتلې لوبډلې له سوېلي‌افریقا څخه په لوی توپیر ماته ومنله. دا په روان جام کې د هند لومړۍ ماته وه.

مطالب

شل اووره نړیوال جام؛
زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ