Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې ۲۶۳۹ قیراط زمرد په څه باندې ۳.۱ میلیونه افغانۍ پلورل شوي.
۱۸ حمل ۱۴۰۵

پنجشېر کې ۲۶۳۹ قیراط زمرد په څه باندې ۳.۱ میلیونه افغانۍ پلورل شوي.

په پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور کچه لوړه شوې چې په تازه مزایده کې شاوخوا ۲زره او ۶۳۹ قیراطه استخراج شوي، زمرد د ۳ میلیونه او ۱۷۲زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

ځايي مسوولان وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د پانګونې او کانونو د استخراج زمینه برابره شوې او په وروستیو کلونو کې د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول زمردو، استخراج د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن سه‌شنبه، (وري ۱۸مه) ویلي چې په نننۍ مزایده کې د کانونو د ساتنې د کمېټې د باصلاحیته پلاوي په حضور او د سلګونو سوداګرو په ګډون، د زمردو دغه اندازه د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته وپلورل شوه.

د نوموړي په وینا، سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د کانونو استخراج به په فني او قانوني ډول کېږي او هڅه کوي له طبیعي سرچینو څخه د ملي ګټو لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

همداراز مسوولان زیاتوي چې د پریان ولسوالي په مربوطاتو کې د سروزرو د کانونو نښې نښانې هم موندل شوي چې شاوخوا ۳۰ کیلومتره ساحه پوښي. د دوی په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د دغه ساحې د ارزونې او احتمالي قانوني استخراج لومړني کارونه روان دي.

پنجشېر د هېواد له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو غني زېرمې لري. په وروستیو درېوو کلونو کې په دغه ولایت کې د کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو د استخراج بهیر په څرګند ډول پراخ شوی چې د ځايي اقتصاد په پیاوړتیا، د ځوانانو د کارموندنې او د ملي عوایدو په زیاتېدو کې یې ونډه لرلې ده.

مسوولان ټینګار کوي چې د قانوني استخراج، شفاف مدیریت او هدفمندې پانګونې په دوام سره کولی شي د کانونو سکتور د پنجشېر د اقتصادي ودې او د بې‌کارۍ د کمېدو له مهمو ستنو څخه وګرځي.

مطالب

پنجشېر کې ۲۶۳۹ قیراط زمرد
په څه باندې ۳.۱ میلیونه افغانۍ پلورل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ