Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې له جګړې بې‌ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې.
۲۴ حمل ۱۴۰۵

پکتيا کې له جګړې بې‌ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې.

د پکتيا ډنډپټان او څمکنيو ولسواليو څخه له پاکستان د وروستی جګړې له امله بې‌ځايه شويو کورنيو سره د خيمو، نغدي او نورو توکو مرستې شوي دي.

د پکتيا پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې رییس مولوي نثاراحمد نجات وايي چې احمدخيلو ولسوالي کې نن دوشنبه، وري ۲۴مه، په هغه ۷۷۳ کورنيو چې د پاکستان د وروستيو جګړو له امله له ډنډپټان او څمکنيو ولسوالي څخه بې‌ځايه شوي وو، د مرستندويه بنسټونو له لوري ورسره مرستې شوې دي.

هغه وويل چې په ياده مرسته کې هرې کورنی ته د خوړونو نړيوال پرګرام له‌خوا ۵۸۰۰ افغانی او د يونېسف له‌خوا يو د اشپزخانې کیټ ورکړل شوی او همداراز د يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار لهخوا بيا سل بې‌ځايه شويو کورنيو ته خيمې هم ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تراوسه يې د جګړې له امله بې‌ځايه شويو ۲۵۰۰ کورنيو سروې کړې، خو په خبره يې چې لاهم ډېری بې‌ځايه شوې کورنی پاتې هم دي.

عبدالغني چې له ډنډپټان ولسوالي څخه د جګړې له امله احمدخيلو ولسوالي ته بې ځايه شوی او مرسته يې تر لاسه کړې وه وويل چې حکومت او مرستندویه بنسټونه دې د جګړې له امله ويجاړو شويو کورونو او کاروبارونو برابرولو برخه کې ورسره مرستې وکړي.

يوشمېر بې‌ځايه شويو کورنيو چې مرستې يې ترلاسه کړې وې خوښي څرګندوي، خو وايي چې د پاکستان له‌خوا يې د جګړې پرمهال کورونه، کور توکي، څاروي او کاروبارونه له‌منځه تللي دي.

مطالب

پکتيا کې له جګړې بې‌ځايه شويو
کورنيو سره مرستې وشوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

پکتيا کې له جګړې بې‌ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې.