Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پنټاګون ویاند: د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته غورځول شوی.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

د پنټاګون ویاند: د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته غورځول شوی.



د پنټاګون ویاند شان پارنیل تېره ورځ وویل، د امریکا لس ورځې مخکې بریدونو، کم له کمه د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته وغورځاوه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي پارنیل په دې اړه هېڅ اسناد نه دي وړاندې کړي، خو خبریالانو سره یې خبرو کې وويل چې: «د امریکا د دفاع وزارت استخباراتي ارزونې ښيي چې موږ د هغوی پروګرام لږ تر لږه له یو څخه تر دوو کلونو پورې ځنډولی دی.»

د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې چې په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا د عملیاتو په پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د پنتاګون ویاند همدارنګه ویلي چې «د واشنګټن دریځ لا هم نه‌دی بدل شوی. که ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې وکړي، موږ چمتو یو چې اقدام وکړو. اوسني بریدونه د دغو تاسیساتو د بشپړې ویجاړۍ سبب شوي.»

هغه زیاته کړه چې د بریدونو موخه یوازې د ایران نظامي اټومي ظرفیت و او هڅه شوې چې ملکي تاسیساتو ته زیان ونه‌رسېږي.

مطالب

د پنټاګون ویاند:
د ایران اټومي پروګرام
دوه کاله شاته غورځول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د پنټاګون ویاند: د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته غورځول شوی.