Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ذبیح‌الله مجاهد: سپین‌بولدک کې د جګړې پرمهال ۱۲ ملکیان شهیدان شوي.
۲۳ میزان ۱۴۰۴

ذبیح‌الله مجاهد: سپین‌بولدک کې د جګړې پرمهال ۱۲ ملکیان شهیدان شوي.



د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه کې ۱۲ ملکیان شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شوي.

هغه نن چهارشنبه پر اېکسپاڼه ویلي «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»

هغه ویلي چې وروسته افغان ځواکونه هم ځوابي برید ته مجبوره شول.

امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، جګړه د دوشنبې په شپه شاوخوا څلور بجې هغه مهال پیل شوه کله چې د پاکستاني پوځ له لوري د توپچي بریدونو لړۍ پیل شوه.

د سپین بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمد حقمل وایي:

«دغه نښته کې پاکستاني ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو لا تر اوسه یې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.»

اخوا د سپین‌بولدک ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د جګړې د شدت له امله ګڼې کورنۍ له خپلو استوګنځایونو وتلو ته اړې شوي.

مطالب

ذبیح‌الله مجاهد: سپین‌بولدک کې
د جګړې پرمهال ۱۲ ملکیان شهیدان شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ