Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

صمیم زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ځوانانو لېوالتیا له کتاب او مطالعې سره زیاته شوې او هڅه پیل شوې چې ورته نندارتونونه په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس همداراز وویل، په تېر یوه کال کې یې ځوانان مطالعې ته د رابللو په موخه لس علمي سیالۍ هم جوړې کړي او هڅه کوي چې دغه سیالیو ته پراختیا ورکړي.

د جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال احمدخالد زینت راډیو ته وویل ، د دې ډول نندارتونونو د جوړېدو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې په ارزښت وپوهېږي.


نوموړي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود راژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.

د نندارتون يوه بل ګډونوال حسیب الله  زینت راډیو ته وویل ، اړتيا ده چې د ولايت په کچه له محلي رسنيو، غونډو او لنډو غږیږو پيغامونو له لارې ځوانانو ته د مطالعې ګټو په اړه پوهاوی وشي.

د هغه په وینا، په اوسني وخت کې ډیری ځوانان د خواله رسنیو د زیاتې کارونې له امله له مطالعې مخ ګرځولی ده.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځینی نندارتون جوړی شوی وو.

مطالب

لوګر کې د کتابونو
یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ