Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی.
۲۱ دلو ۱۴۰۴

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی.



له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي، له ۵ کلونو کم‌عمره ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټیټه وي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ نن سه‌شنبه دلوې ۲۱ / فبروري ۱۰ پر اېکسپاڼه ټینګار کړی چې ماشومانو ته دې په ټولو کمپاینونو او له یوه ځایه بل ځای ته د سفر پر مهال د ټرانزیټ/سرحدي ټیمونو له لورې واکسین تطبیق شي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې پرې د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول کېدی شي.


له پولیو خلاص افغانستان بنسټ وړاندې هم له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو هغوی د دې ویروس پر وړاندې خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ميلادي کال د عامې روغتيا وزارت د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو په موخه، د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د واکسين ۹ کمپاينونه پلي کړي.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي نه ده ختمه شوې.

مطالب

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ
ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ