لوګر کې څلور تنه د جنایي جُرمونو په تور نیول شوي.
د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د بېلابېلو جنایي جُرمونو د ترسره کولو په تور یې څلور تنه نیولي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډيو ته وویل، چې د لومړۍ او دوهمې حوزې اړوند مـ.ـجاهـ.دینو، درې تنه د موبایلونو او موټرسایکلونو د غلا او یو بل کس د یوې مېرمنې او دریو ماشومانو د تښتولو په تور نیولي دي.
د ښاغلي انس د معلوماتو له مخې؛ نیول شوو کسانو پر خپلو جُرمونو اعتراف کړی او زیاتوي چې، ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه نېټه، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي په «دولت کلا» سیمه کې هم د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې وه.
زینت راډيو – لوګر.