سوېليزون کې د ماشومانو مړینه له ۲۳.۵ څخه ۹.۵۳سلنې ته راښکته شوې.
د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون مسوولان وایي، د عصري طبي وسایلو کارونې پرمټ توانيدلي چې سوېلي حوزه کې د ماشومانو د مړینې کچه له ۲۳.۵سلنې څخه ۹.۵۳ ته راښکته کړي.
مسوولان وایي چې د تېرکال په دویمه ربعه کې ۲۰۸ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو د سږکال په لومړۍ ربعه کې د مړینې ياده کچه ۱۱۴ کسانو ته راټيټه شوې ده.
د کندهار د ميروېس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر هدايت الله حکيمي: «موږ هڅه کړې چې د ماشومانو د درملنې برخه کې له ټولو هغو وسایلو او عصري تجهیزاتو ګټه واخلو، کوم چې وروستي وختونو کې موږ ته سپارل شوي دي. د دغو وسایلو په مرسته مو د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلی دی. که دغه مرستې په منظم ډول دوام پیدا کړي، نو زه ډاډ ورکوم چې د ماشومانو د مړینې کچه به تر دې هم ټیټه شي.»
بلخوا تازه يوه خيريه بنسټ د مور او ماشوم د مړيني د کچې د ټيټوالي په موخه د کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فرا او نیمروز ولایتونو له روغتونونو سره، څه کم درې سوه زره امريکایي ډالرو په ارزښت د ۲۰۸ قلمه عصري طبي ماشينونو مرسته کړې ده.
مسوولان زیاتوي چې روغتيایي مرکزونو کې د یادو توکو کاروني سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم ټيټه شي.
د کندهار میرویس حوزوي روغتون امر منېراحمد منور: «د خیریه بنسټ له مرستو وروسته زموږ د روغتون ظرفیت څو چنده لوړ شوی دی. یوازې د ماشومانو څانګه نه، بلکې د مور او ماشوم ټولې برخې ورسره اغېزمنې شوې دي. اوس موږ کولای شو د هغو ماشومانو درملنه په بریالیتوب سره ترسره کړو، چې مخکې یې د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر لږ و. هیله ده چې دا ډول پروګرامونه د نورو ولایتونو روغتونونو ته هم وغځېږي.»
د کندهار میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالقیوم ایوبي: «موږ هره ورځ له ګڼ شمېر ناروغانو سره مخ یو، چې زیاتره یې ماشومان دي. د نویو طبي تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره زموږ د کار کیفیت ډېر ښه شوی دی. اوس د ناروغانو کورنۍ هم پر روغتون باور لري او هڅه کوي چې پر وخت خپلو ماشومانو ته درملنه وکړي. دا پرمختګ د روغتیايي خدماتو د ښهوالي لپاره یو لوی ګام دی.»
بلخوا د کندهار میرویس روغتون کې د بستر ناروغانو د کورنۍ غړي له مسوولانو د ماشومانو د روغتيا برخه کې د لازياتې پاملرنې غوښتنه کوي.
ناروغلرونکی خدایداد سلاموطندار ته وايي: «زما ماشوم چې سخت ناروغ و، د همدې روغتون د ډاکترانو او نویو وسایلو په مرسته ښه شو. موږ پخوا ډېر وارخطا وو، خو اوس پوهېږو چې دلته امکانات شته. هیله لرو چې ډاکتران لا ډېر امکانات ولري او د ماشومانو لپاره لا ښه پاملرنه وکړي.»
ناروغ لرونکی عبدالمالک: «موږ له کلي نه ښار ته په ډېر زحمت راځو. مخکې به مو ویره درلوده چې زموږ ماشومان به په لاره کې له منځه ولاړ شي، خو اوس د دې روغتون په موجوده امکاناتو خوشاله یو. البته غوښتنه لرو چې د لرې پرتو سیمو لپاره هم د درملنې اسانتیاوې برابرې شي، ځکه هر څوک نه شي کولای چې کندهار ته راشي.»
کندهار کې روغتياپالان، روغتيایي مرکزونو ته کم لاسرسی، د پوهې د کچې ټيټوالی، غربت او پروخت روغتيایي مرکزونو ته نه لاسرسی، د ماشومانو د ناروغيو د زياتوالي او مړيني بنسټيز لاملونه بولي.