لوګر لوبډلې پکتیا ته ماتې ورکړه او د کرکټ لړۍ یې وګټله.
لوګر: د لوګر او پکتیا ولایتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې، لوګر لوبډلې پکتیا ته ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو د پای مراسمو کې د پکتیا او لوګر د کرکټ امریتونو، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو، د ځوانانو چارو مسؤولینو او یو شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و.
د پایلوبې له ترسره کېدو وروسته عبدالمالک د لوبې غوره لوبغاړی، منصور دوبندیوال د سیالیو غوره توپوهونکی، قیوم خان غوره توپاچوونکی او مروان نثار د ټولې لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د پکتیا کرکټ امریت وایي، چې دغه سیالۍ د کرکټ د کلني پلان له مخې ترسره شوې وې او موخه یې د ځوانو او بااستعداده لوبغاړو لپاره د تجربې ترلاسه کولو، وړتیاوو د لوړولو او استعدادونو د څرګندولو زمینه برابرول وو.