Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر دوو ولسوالیو ته د انټرنټ ۴‌جي خدمات وغځول شول.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

د لوګر دوو ولسوالیو ته د انټرنټ ۴‌جي خدمات وغځول شول.

د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې په لومړي ځل د محمداغې او ازرې ولسوالیو بېلابېلو سیمو زرګونه اوسېدونکي د سلام او اټوما مخابراتي شبکو له لارې د انټرنټ ۴‌جي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړ.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیع‌الله عابد وویل زینت را‌‌‌ډیو ته وویل: «له دې وړاندې د محمداغې ولسوالي مغل‌خېلو سیمې، د ولسوالي مرکز او دغه راز د ازرې ولسوالي اوسېدونکو ۳جي انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی درلود چې د پلان مطابق دغه خدمات۴جي ته لوړ شول چې ورسره د دغه سیمو زرګونه اوسېدونکو له باکیفته او لوړ سرعت انټرنیټي خدماتو څخه برخمن شول.»

نوموړي زیاته کړه چې پر دغه سایټونو ټوټال شاوخوا ۱۵۰زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.

هېره دې نه‌وي چې تېره میاشت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د لوګر په مرکز او لروپرتو ولسوالیو کې به هېوادوالو ته د غوره ټیلیفوني او انټرنټې خدماتو رسولو په موخه ۴۲ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شي.

مطالب

د لوګر دوو ولسوالیو ته
د انټرنټ ۴‌جي خدمات وغځول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ