افغانستان نن بنګلهدېش سره لومړۍ ۵۰اوریزه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه نن مازیګر ۴:۳۰ بجې د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې پیلیږي.
دواړه لوبډلې به دویمه یو ورځنۍ لوبه را روانه شنبه او درېیمه هم د راتلونکې سېشنبې په ورځ ترسره کړي.
بنګلهدېش کرکټ لوبډله له پنځوس اوریزو لوبو وړاندې د دریو شلاوریزې لوبو لړۍ هم ګټلې چې ورسره د افغان کرکټ لوبډلې په کمزورو او خرابو لوبو کولو د افغانانو نیوکې هم ډېرې شوي.
د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شلاوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.